د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو په سوېلي افریقا کې خپل تمرینونه پیل کړي دي.
شااوخوا ۳۰ افغان لوبغاړي د شنبې په ورځ جنوبي افریقا ته رسېدلي.
دوی به تر یوې اوونۍ تمرینونو ورورسته د نړیوال جام لپاره د یوه ۱۵ کسیزه ټیم د جوړولو لپاره په سوېلي افریقا کې له مهمو ځايي ټیمونو سره شپږ تمریني لوبې وکړي.
تمه ده د افغانستان د ملي لوبډلې ۱۵ لوبغاړي چې د سوېلي افریقا تر تمریني کمپ وروسته غوره کېږي، د مې له ۳۰مې د جولای تر څلورمې د انګلستان او وېلز په کوربهتوب د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام ولوبوي.
افغانستان له انګلستان، اسټرالیا، هند، پاکستان او نورو مخکښو ټيمونو سره لوبې لري.