د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه له افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړي.
د امریکا سفارت پرون شپه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلي خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني او نورو سیاستوالو سره پهدې بحث کړی چې د دوحې په ناسته کې د پخلاینې د پروسې د لا چټکتیا په هدف ګډ هدفونه څنګه په ښه توګه وړاندې شي.
ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې هم لیکلي چې په کابل کې د افغان حکومت او افغان سیاستوالو په وروستۍ اجماع خوښ دی او راتلونکې اوونۍ به یو پراخ ټیم په دوحه کې له طالبانو سره بینالافغاني خبرې او احتمالي مذاکرات ترسره کړي.
پرون په ارګ ماڼۍ کې د مصالحې عالي شورا چې په حکومت سربېره پهکې ګڼ سیاسي مشران او مخورې څېرې حضور لري پرېکړه کړې چې یو پراخ او ټولمنلی ټیم به دوحې ته لېږي، څو له طالبانو سره خبرې وکړي.
طالبانو هم ویلي چې د دوحې خبرې به مشورتي وي او که حکومتي چارواکي ورځي یوازې دې خپل شخصي نظریات څرګند کړي.