امریکا ښايي نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۹» د ایران سپاه پاسداران ډله د ترورېستانو په لېست کې شامله کړي.
د امریکا متحده ایالات وايي چې د ایران سپاه پاسداران ډله په سیمه کې ناامنیو ته لمن وهي او اکثره ترهګرې ډلې تمویلوي.
ایراني چارواکو د امریکا د دغه پلان په اړه تُند عکسالعملونه ښودلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي امریکا پهدې پرېکړې سره ځان کندې ته اچوي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان محمد علي جعفري ګواښ کړی چې که متحده ایالات سپاه پاسداران د یوه ترورېستي سازمان په توګه وپېژني امریکا به په لوېدیځه اسیا کې له شته امنیته خلاصه شي.
دا به لومړی وار وي چې امریکا د یوه هېواد پوځي ارګان د ترورېستي سازمانونو په لېسټ کې شاملوي.