ټاکل شوې چې د حمل د میاشتې په ۲۱مه له طالبانو سره د مرکچي پلاوي ترکیب، صلاحیتونه او مسؤلیتونه معلوم شي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس او د مصالحې د رهبرۍ شورا ویاند وايي، د راروانې چهارشنبې په ورځ به د مرکچي او قطر ته د تلونکي پلاوي ترکیب معلوم شي.
محمد عمر داودزي دا خبرې د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.
ده وویل:
"د چهارشنبې په ورځ به د سرو کرښو مصوبې، د مرکچي پلاوي ترکیب، د هغه پلاوي ترکیب چې قطر ته ځي، صلاحیتونه او مسؤلیتونه دا ټول تصویب شي."
د نوموړي په خبره، د مرکچي پلاوي او هغه پلاوي تر منځ چې قطر ته ځي، توپیر موجود دی.
د ده په خبره، مرکچي پلاوی هغه دی چې وروسته به مذاکرات مخکې وړي، خو هغه پلاوی چې قطر ته ځي، مختلط پلاوی دی چې د افغانستان له اسلامي دولته استازیتوب کوي.
ښاغلي داودزي دغه خبرې داسې مهال کوي چې تر دغې غونډې مخکې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره چې تازه د پاکستان له سفر راستون شوی، خبرې کړي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
دا په داسې حال کې ده چې د مصالحې د رهبرۍ شورا لومړۍ غونډه د يکشنې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې وشوه.
په دغه غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سرو کرښو د ترتیبولو مسؤلیت د يوې کمېټې په رأس کې استاد عبد رب رسول سیاف واخيست، قطر ته د افغانستان د جمهوري دولت په استازیتوت د تلونکي پلاوي د ترکیب جوړولو چاره د يوې کمېټې په رأس کې د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي ته وسپارل شوه او د مصالحې د رهبرۍ شورا د ترکیب او غړو د شمېر معلومولو مسؤلیت د يوې کمېټې په رأس کې د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي ته وسپارل شو.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینو ویلي چې د قطر د غونډې د اجنډا د جوړولو په اړه په دغه غونډه کې یو شمېر څېرو ته مسؤلیتونه هم سپارل شوي دي.
عمر داودزي په نننۍ خبرې غونډه کې د دې پوښتنو په ځواب کې چې د قطر غونډه به څه وخت جوړېږي او ایا طالبانو خو به له دغه مختلط پلاوي سره چې حکومتي کسان هم په کې شامل دي، له لیدو انکار نه کوي، وویل:
"که ټول دغه موارد د چهارشنبې په ورځ تصویب شول، بیا به د قطر د غونډې تاریخ تصویب شي، طالبانو، خو مخکې له دې خپل نظر څرګند کړی و چې له یو مختلط پلاوي سره به خبرې وکړي."
ښاغلي داودزي دا هم وویل چې د افغانستان د سولې په اړه راتلونکې ناسته په قطر کې کېږي، خو بله ناسته ښايي په بل ځای کې وشي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د مصالحې د رهبرۍ شورا د دوو میاشتو په موده کې د افغان وژنې او په افغانستان کې نور د وینې تویدنې د مخینوي په هدف جوړ شوی دی.
په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې د مصالحې د رهبرۍ شورا په غونډه کې د پلاوي په ګډون د مذاکره کوونکي ټیم د غړو ټاکل او په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د وړاندیز شوې غونډې پر څرنګوالي او اجنډا پرېکړه کول شامل دي.
راپور: محمد واصل وصال