ترکیې په دې هېواد کې د ترسره شویو عمومي انتخاباتو د نتیجې په اړه د یوه اروپایي جګپوړي چارواکي څرګندونې رد کړې او هغه یې خواشینوونکې وبللې.
ترکیې د اروپایي کمېسیون د مرستیال مشر فرانس تیمرمنس څرګندونې چې د عدالت او پرمختګ له ګوند څخه یې غوښتي چې د انقرې او استانبول د ښاروالیو لپاره د انتخاباتو نتیجه ومني او په وړاندې یې له مخالفته لاس واخلي، رد کړې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اکسوی د شنبې په ورځ وویل چې د تیمرمنس څرګندونې حیرانوونکې، مایوسوونکې دی او هغه د اروپایي ټولنې دوه مخي په ډاګه کوي او زیاته یې کړه چې د انتخاباتو له چارواکو سره د اعتراض د دورې باید درناوی وشي.
د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي تیمرمنس له جرمني ویلت ام زونتاګ ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، د ترکیې په واکمن محافظه کار اسلامي ګوند عدالت او پرمختګ غږ وکړ چې د سیمه ییزو انتخاباتو د نتیجې درناوی وکړي.
د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې د ترکیې د اپوزیسیون، د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید د استانبول د ښاروالۍ څوکۍ د رأیو په لږ توپیر د عدالت او پرمختګ ګوند له کاندیده ګټلې ده.
د ترکیې د ښاروالیو د انتخاباتو د رأیو د شمېرنې د بهیر یو انځور
واکمن ګوند یې په وړاندې اعتراض کړی او د ۳۹ حوزو څخه د لږترلږه اتلسو د رأیو د بیا شمېرلو رسمي غوښتنه یې کړې ده.
د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند ویلي چې له څه باندې اویا فیصده رأیې بیا شمېرل شوي او نتیجه یې ښیي چې د استانبول د ښاروالۍ د څوکۍ لپاره د دې ګوند کاندید امام اوغلو په ۱۷ زره او ۱۳۲ رأیو له خپل رقیب څخه مخکې دی.
پر استانبول سربېره د عدالت او پرمختګ ګوند د پلازمینې انقرۍ د ښاروالۍ د پست لپاره د ترسره شویو انتخاباتو پرنتیجې هم اعتراض کړی خو د لومړنیو نتیجو له مخې هلته د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید د رأیو پر لوی توپیر له خپل رقیبه مخکې دی.
ولسمشر رجب طیب اردوغان او د واکمن ګوند مشر د تېرې جمعې په ورځ ویلي وو چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د انتخاباتو عالي کمېسیون په انقره کې کوي، خو تراوسه نه ده څرګنده چې چارواکي به وروستۍ پرېکړه کله اعلانوي.
دولتي رسنیو یې د دې اوونۍ په پای کې د اعلانولو خبر ورکړی، خو د عدالت او پرمختګ ګوند ویاند عمر چیلیک د شنبې په ورځ وویل چې ګوند به یې د انتخاباتو وروستۍ نتیجه ومني.