په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مسؤل هلمند ته تللی

ارشیف، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مسؤل تدامیچي یاماموتو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مسؤل تدامیچي یاماموتو هلمند ته تللی دی.

تدامیچي یاماموتو په هلمند کې پر خلکو غږ کړی چې د سولې او ښې راتلونکې لپاره سره یو شي او د افغان سولې په اړه له راتلونکو خبرو په پراخ ډول خپل ملاتړ اعلان کړي.

د هلمند چارواکو ویلي، داسې سوله غواړي چې دوامداره وي او د افغانستان د ټولو خلکو عزت په کې خوندي وي.

دا چې د هلمند خلک د لوړرتبه مقاماتو د دغه ډول څرګندونو او سفرونو په اړه څه نظر لري، په دې اړه د الیاس داعي راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور