د کرنې وزارت: سږ کال د نیمروز کروندګر خپلو فصلونو ته هیله مند شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د هلمند او خاشرود په سیندونو کې اوبو د نیمروز ولایت کروندګر سخت بوخت او خپلو فصلونو ته هیله مند کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت کروندګر چې د وچکالیو له امله سخت ناهیلي شوي وو، اوس یې بیا خپل کرنیز فعالیتونه پیل کړي دي.

د نوموړي په خبره، کروندګر اوسمهال په دغه ولایت کې تر ډېره په کښت او پالېز جوړولو بوخت دي.

د وړاندوینو له مخې به سږ کال تر ډېره په نیمروز کې هندواڼې او خټکي وکرل شي.