فارن پالېسي: امریکا په افغانستان او عراق کې د خپلو ډیپلوماتانو شمېر کموي

فارن پالېسي:

د فارن پالېسۍ خپرونې په یوه لیکنه کې ویلي چې امریکا په افغانستان او عراق کې د خپلو ډیپلوماتانو شمېر کموي.

دا خپرونه وايي، ځینو امریکايي چارواکو ورته ویلي دي، د ولسمشر ټرمپ اداره د هغو پراخو هڅو په لړ کې چې غواړې متحده ایالات د خپلې اتلس کلنې او ډېرلګښتې جګړې څخه لېرې کړي، په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک ماموریت په کمولو غور کوي.

فارن پالیسي په خپل دې راپور کې د درې داسې امریکايي چارواکو په حواله چې په دې اړه له بحثونو خبر دي، ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې لپاره چمتووالي نیسي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماتانو شمېر نیمايي راکم کړي.

خپرونه په عراق کې هم د امریکايي ډیپلوماتانو د شمېر کمولو ته اشاره کوي او د افغانستان په اړه زیاتوي، په افغانستان کې د امریکايي ډیپلوماټانو د شمېر په کمولو دا سلا مشورې په داسې وخت کې رواني دي چې امریکا او طالبانو خپلو کې د سولې خبرې پیل کړي او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي ارزونه هم دوام لري.

فارن پالیسي وايي، په افغانستان او عراق کې د امریکا له پوځي مداخلې وروسته په کابل او بغداد کې د امریکا ډیپلوماتیک ماموریتونه د نړۍ په کچه په لویو او ګران بیو ماموریتونو بدل شول.

په راپور کې د امریکا د نېشنل پبلیک راډیو (NPR) له خوا یوه رسوا شوي سند ته اشاره شوې چې په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا دی او په کې په دې سفارت کې ډیپلوماتیک ماموریت ډېر ستر بلل شوی.

د خپرونې په وینا، په دې سند کې ټینګار شوی چې د دې ماموریت د اندازې په اړه دې یوه جامع اروزنه وشي.

په سند کې دا نه ده په ډاګه شوې چې په کوم شمېر ډیپلوماتان باید کم شي.

خپرونه وايي، په کابل او بغداد کې د امریکا لوی ډیپلوماتیک ماموریتونه د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا له سفارتونو سره په مقایسه د دولت غیر متناسبه بودجه لګوي او ډېر پرسونل یې بوخت ساتلی دی.

د لیکنې په وینا، ځیني امریکايي ډیپلوماتان په دې باور دي چې دا سرچینې باید نورو ځایونو کې وکارول شي.

فارن پالیسي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی، ویلي:

"موږ له افریقا څخه تل دا اورو چې موږ دغلته د هغو چینایي ډیپلوماتانو پرتله چې په اقتصادي او نورو مسئلو کار کوي، ډېر کم او د هغو د څلورو یا پنځو په وړاندې یو ډیپلومات لرو."

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د هڅو د تېزولو لپاره سیمې ته په یوه بل سفر بوخت دی، ګڼو نورو نړیوالو رسنیو بیا په افغانستان کې پر حکومتي اهدافو د وسله والو طالبانو پر وروستیو پراخو بریدونو او جګړو لیکنې کړي دي.

دې رسنیو د یو شمېر افغانانو هغه اندېښنې منعکسې کړي چې زیاتېدونکي تاوتریخوالي د سولې په وروستیو هڅو شکمن کړي.