په کابل کې د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د ځوانانو د تکواندو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

د تکواندو ملي لوبډلې سر روزونکي بشیر ترکي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ به څلور ورځې دوام کوي چې په کې د هېواد د ۲۸ ولایتونو د ځوانانو تکواندو کارانو ترڅنګ په ایران او پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان لوبغاړي هم ګډون لري.

په ټوله کې د ۲۲ تکواندو لوبډلو په ترکیب کې به شااوخوا ۲۰۰ لوبغاړي د يو بل پر وړاندې ولوبېږي.

د تکواندو د دغو سیالیو په پای کې به ۴۰ تنه د افغانستان د ځوانانو تکواندو ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي.