د پاکستان صدراعظم وايي، د هندوستان هغه ادعا غلطه ثابته شوې چې ويلي يې وو، د پاکستان يوه جنګي الوتکه يې ويشتلې وه.
ويل شوي وو چې هندوستان دغه F-16 ډوله الوتکه په فبرورۍ مياشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ پر مهال ويشتلې ده.
په امريکا کې فارين پالېسۍ مجلې وړمه ورځ د امريکايي چارواکو په حواله راپور ورکړى و چې د پاکستان دغه ډول ټولې جنګي الوتکې شمېرل شوي دي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان نن په ټوېټر کې ليکلي:
"حقيقت هر وخت بريالى کېږي او دا تل تر ټولو غوره پالېسي ده."
د هندوستان هوايي ځواک د فارين پالېسۍ خپرونې راپور رد کړى او ويلي يې دي چې دوى د پاکستان د F-16 ډوله الوتکې د ويشتلو شواهد لري.
عمران خان ويلي، دغه "ناسمې ادعاوې" د هند د صدراعظم نريندرا مودي د حکومت يوه هڅه وه چې راروان انتخابات وګټي.
په پام کې ده چې په هندوستان کې راروانه پنجشنبه عمومي انتخابات وشي.