لویه څارنوالي: د ۶کلنې مهسا د قتل دوسیه سترې محکمې ته وسپارل شوه

شپږ کلنه مهسا چې د ۱۳۹۷ لمریز د کب د میاشتې په ۱۹مه تښتوونکو په قتل ورسوله

د افغانستان لویې څارنوالۍ د مهسا په نوم د يوې ماشومې د قتل دوسیه سترې محکمې ته وسپارله.

د افغانستان لویه څارنوالي په هېواد کې د تښتونو او قتل پېښو ته په اشارې سره ګواښ کوي چې نور د دغه شان قضیو پر وړاندې د معافیت فرهنګ پای ته رسېدلی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د دغه مطلب په څرګندولو سره د شنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال د مهسا په نوم د يوې ماشومې د تښتونې او قتل د قضیې د څېړنو د بشپړېدو او سترې محکمې د لېږلو خبر ورکړ.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

ده وویل:

"دغه قضیه د داخلي او خارجي جرایمو پر وړاندې د مبارزې د څارنوالۍ له خوا وڅېړل شوه، دوه تنه د قضیې په تړاو نیول شوي، دوسیه مو نن محکمې ته وسپارله، دقیقاً تر ټولو سخته جزا چې د افغانستان د جزا په کوډ کې وړاندیز شوې، غوښته یې شوې ده."

ښاغلی رسولي وايي، د مهسا دوسیه دوی ته د تېر کال په کب میاشت کې د کشفي او امنیتي بنسټونو له خوا وسپارل شوه او د شلو ورځو په موده کې د دغې قضیې ټول اړخونه وڅېړل شول.

دی وايي، د قضیې په تړاو نیول شویو دوو تنو اعتراف وکړ چې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره یې د مهسا په تښتولو او وژلو لاس پورې کړی دی.

د لویې څارنوالۍ د موندنو له مخې، تښتوونکو د مهسا له پلاره چې صرافي یې کوله، د درېیو لکو ډالرو غوښتنه کړې وه.

خو تښتوونکو شپږ کلنه مهسا د ۱۳۹۷ لمریز د کب د میاشتې په ۱۹مه په قتل ورسوله او مړی یې د کابل د پنجصد فامیلیو سیمه کې د اوبو په يوه ویاله کې واچاوه.

د شپږکلنې مهسا د تښتونې او وژنې تورن کسان

دغې پېښې د ولسمشر په ګډون، د حکومتي چارواکو او ګڼو خلکو غبرګونونه را وپارول او ان تر دې چې د افغانستان صرافانو په ټول هېواد کې د يوې ورځې لپاره کار بندیز اعلان کړ.

د لویې څارنوالۍ ویاند دا شان په تېرو درېیو کلونو کې د تښتونو له ۵۰۰ زیاتو قضیو ته د رسېدنې خبره کوي او وايي چې په دې تړاو ۱۰۳۳ تنه پېژندل شوي چې دوسیې محکمې ته سپارل شوي دي.

دی زیاتوي:

"له ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۷ لمریز کاله پورې په ټوله کې ۵۷۴ قضیې مو څېړلي چې په کې ۱۰۳۳ تنه شامل دي چې له ډلې یې ۳۷ تنه په اعدام محکوم شوي دي."

دی وايي، پاتې کسان د مختلفو دورو لپاره په بند محکوم شوي دي.

که څه هم عدلي او قضايي ارګانونو په دې برخه کې د یو لړ اقداماتو خبره کوي، خو وروسیتو تښتونو په ټول افغانستان په ځانګړي توګه د کابل اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي او دوی له حکومته د داشان پېښو د عاملینو د نیولو او سختو مجازاتو د ورکولو غوښتنه کوي.

راپور: محمد واصل وصال