لويه څارنوالي والي وايي، د شپږ کلنې مهسا د قتل دوسيه يې نن سترې محکمې ته ولېږله.
د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، دوى په تېرو ٢٠ ورځو کې د دې قضيې ټول اړخونه څېړلي او تحقيقات بشپړ شوي دي.
دی وایي:
"دوسيه نن محکمې ته وسپارل شوه، تر ټولو سخت مجازات چې د افغانستان په جزايي کوډ کې په پام کې نيول شوي، دوى ته ورکول کېږي، دغه مجازات د عمدي قتل لپاره دي، داسې قتل چې په لوى لاس شوى وي."
شپږکلنه مهسا د کب د مياشتې په ١٩مه په کابل کې وتښتول شوه چې مړى يې وروسته وموندل شو.
پوليسو د دې قضيې په تړاو د ٢ کسانو د نيول کېدو خبر ورکړى دى.