د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي په دوه ورځني سفر په ګاونډي هېواد ايران کې دى.
دغه دوه هېوادونه هڅه کوي چې په خپلو کې تجارتي اړيکې پراخې کړي.
ښاغلي مهدي نن د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره په تهران کې وکتل.
د ايران ولسمشر ويلي چې په دې کتنه کې يې د ګازو او برښنا د تجارت د پراختيا په اړه خبرې وکړې او د رېل کرښو په مرسته د خپلو هېوادونو د اتصال لپاره يې د پلانونو پر عملي کولو بحث وکړ.
تر دې مخکې روحاني عراق ته خپل لومړى رسمي سفر په مارچ مياشت کې کړى و.
تهران هڅه کوي چې په ګاونډي هېواد عراق کې خپل نفوذ په داسې حال کې پراخ کړي چې بغداد د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا له فشار سره مخامخ دى چې له ايران سره خپل ارتباطات محدود کړي.