د افغانستان د کرنې وزارت په بلخ ولایت کې۱۵۰ بېوزلو کلیوالو ښځو ته د چرګانو د ساتلو کڅوړې وېشلي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د کرنې ریاست له لوري دغه مرستې د بېوزلو ښځو د اقتصادي ملاتړ لپاره شوي دي.
ښاغلی رستمي وایي چې د دغو مرستو لګښت ۲۲۵۰۰ امریکایي ډالره دی چې ښځې به یې د چرګانو د ساتلو او فارمونو په برخه کې ترې ګټه واخلي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د ټول افغانستان په کچه سلګونه ښځې د چرګانو په ساتلو بوختې دي او له همدې درکه خپل ورځنی ژوند مخته وړي.