دفاع وزارت: د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي

ارشیف، د افغانستان ملي ځواکونه ,27 Feb 2019

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.

د بادغیس والي وايي، دغه ولسوالي په ستراتيژيک لحاظ د دولت وسله‌والو مخالفانو ته ځانګړى اهميت لري، ځکه يې د نيولو هڅه کوي.

که څه هم د بادغيس د ولايتي شورا رئيس د دې ولسوالۍ د سقوط په اړه اندېښنه ښيي، خو امنيت شورا وايي، ولسوالۍ به د دولت د وسله‌والو مخالفانو لاس ته نه ورځي.

د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح یې په اړه راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

راپور