پنټاګون د افغان هوايي ځواکونو د پیلوټانو لپاره نوی قرارداد کړی

ارشیف، د افغان ځواکونو سوپر ټوکانو الوتکه ( Photo by VOA Waheed Faizi)

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون د افغان هوايي ځواکونو د پیلوټانو د روزنې او د ساتنې د چارو لپاره د ۴۲ عشاریه ۷ میلیونو ډالرو نوی قرارداد کړی دی.

پنټاګون په یوه بیان کې ویلي چې د دې قرارداد له مخې به د «اې ۲۹» سوپرټوکانو جنګي الوتکو لپاره افغان پیلوټانو ته روزنه ورکوي او د دې الوتکو ساتنه به کېږي.

د افغان پیلوټانو د روزنې دوره به د جورجیا ایالت په موډي پوځي اډه کې پیلېږي او تمه ده چې د ۲۰۲۳میلادي کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه بشپړه شي.

په افغانستان کې ائتلافي ځواکونو ویلي چې تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې به د افغان هوايي ځواک اندازه درې چنده او د الوتکو شمېر زیات شي.