د بادغیس چارواکي وايي د بالامرغاب ته کمانډو ځواکونو رسیدلي

11.22.2017 ارشیف، افغان کمانډو ځواکونه

د بادغیس چارواکي وايي، د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ جګړې ته کمانډو ځواکونو رسیدلي دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي نن ازادي راډیو ته وویل، د دفاع د وزارت مرستیال محمد یاسین ضیاء او د ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان نورالله قادري د بالامرغاب د جګړې د څارولو په هدف په بادغیس کې دي.

ښاغلي شهابي وویل، د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تردې مخکې دفاع وزارت وویل چې په بالامرغاب کې د جګړې شدت کم شوی دی.

د افغان مقاماتو په خبره د بالامرغاب په جګړه کې تر اوسه ۳۲ افغان سرتیري وژل شوي دي.