دفاع وزارت: د بادغیس په بالامرغاب کې د جګړې شدت کم شوی

د افغانستان په نقشه کې د بادغیس ولایت

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د جګړې شدت کم شوی دی.

د دفاع د وزارت ویاند قیس منګل نن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د ځپلو لپاره اضافي ځواکونه بالامرغاب ته رسیدلي دي.

په همدې حال کې اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس نن د بادغیس د سیمه‌ییزو مقاماتو په حواله ویلي چې د بالامرغاب په جګړه کې ۱۲ نور افغان سرتیري هم وژل شوي دي.

په‌دې سره تراوسه پورې د بادغیس د بالامرغاب په جګړه کې د وژل شوېو افغان سرتیرو شمېره ۳۲ ته لوړه ده.