د ناټو د متحدو هېوادنو د امريکا د متحدو ايالاتونو او ترکيې ترمنځ لفظي شخړه شديده شوې ده.
ترکيې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر هغو بيانونو سخت انتقاد کړى چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پامپيو او د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير مولود چاوش اوغلو ترمنځ د کتنې په اړه دي.
په دې اړه نور:
د ناټو د متحدانو امریکا او ترکيې ترمنځ لفظي جګړې زور اخېستیدواړه مشرانو په واشنګټن کې د ناټو پوځي تړون د تشکيل د اويايمې کليزې په مناسبت د جوړو شويو مراسمو په څنډه کې سره کتلي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، پامپيو په دې کتنه کې انقرې ته خبردارى ورکړى که ترکيه په سوريه کې کوم عمليات پيلوي، دا به «ويجاړوونکي بالقوه عواقب» ولري.
د وزارت په حواله ښاغلي پامپيو په عين حال کې د هغو حقوقي قضيو لپاره د «چټکې حللارې» غوښتنه کړې چې په ترکيه کې په غيرعادلانه ډول د امريکايي اتباعو نيول کېدل پهکې شامل دي.
خو د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د امريکا د حکومت پر دغه بيان سخت انتقاد وکړ او ويې ويل چې امريکا نهده توانېدلې د کتنې محتوا په سمه توګه منعکسه کړي.
ترکيه وايي، پهدې کتنه کې پر يادو شويو موضوعاتو اصلاً بحث نهدى شوى.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وياند حامي اقساى وويل:
"زموږ اتحاد په خپل ذات کې دا تقاضا کوي چې دا ډول بيانونه په ډېر دقت ترتيب شي، د داسې مسايلو له شاملولو په کې ډډه وشي چې د کتنو پر مهال اصلاً مطرح شوي نه وي."
ارشیف، د ترکیې په انتالیا کې ددې هېواد د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو وروسته زياته کړه چې دى له پامپيو سره د کتنې په اړه د امريکا پر بيان واقعاً «حيران» شوى دى.
ښاغلي چاوش اوغلو خبريالانو ته وويل:
"زه هلته حاضر وم، د سوريې په اړه دا ډول ژبه نهده کارول شوې، په ځانګړي ډول د ترکيې د يو اړخيزو اقداماتو په اړه مسايل ياد هم نهشول."
په دې اړه نور:
امریکا ۵ هېوادونو ته د «اېف ۳۵» ډوله جټ الوتکو په پلورولو غور کويچاوش اوغلو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لهخوا د اعلاميې تر خپرولو وروسته دا خبرې وکړې او زياته يې کړه:
"تاسې که د اعلاميې لهجې يا هغو جملو ته چې په اعلاميه کې کارول شوي پام وکړئ چې ادعا شوې پامپيو موږ ته ويلي، واقعيت نه منعکسوي."
د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو څخه د ترکيې د دغه بيان په اړه پوښتنه وشوه، هغه په ځواب کې وويل: د خپل ترکي سيال دا تبصره مې وليدله، د هغې کتنې په اړه د اعلاميې د هر لفظ دفاع کوم.
پامپيو وويل: بيا هم د امريکا او ترکيې لپاره لوى فرصتونه شته چې له نږدې سره همکاري وکړي.
د امريکا متحد ايالاتونه او ترکيه د سوريې په ٨ کلنه کورنۍ جګړه کې د سوريې د مختلفو حکومت-ضد ډلو ملاتړ کوي.
په همدې حال کې د ترکيې لهخوا له روسيې، د «S-400» ډوله توغنديو دفاعي سيسټمونو د پیرلو پر سر د انقرې او واشنګټن ترمنځ کړکېچ پيدا شوى دى.
ځکه د روسيې دغه دافع هوا دستګاوې د ناټو له سيسټمونو سره اړخ نه لګوي او دا دستګاوې د امريکا ساخت «F-35» ډوله جټ الوتکو ته خطر ګڼل کېږي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو تېره چهارشنبه د يوې کاري ډلې پېشنهاد وکړ چې د امريکا د دفاع وزارت او ترکيې ترمنځ به د دغو دستګاوو د پیرلو پر سر د ولاړې شوې لانجې پر حل کار کوي.
خو د امريکا د دفاع وزارت وياند ايريک پاهون پرون وويل:
"په اوسني پړاو کې کومه تخنيکي کاري ډله ضروري نهده. نه هم داسې لار چې امريکا يې د حل يوه وسيله وګڼي."