د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.
ښاغلي خلیلزاد دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره هم خبرې کړي دي.
تر اوسه پورې له پاکستاني چارواکو سره د خلیلزاد د خبرو جزئیات نهدي خپاره شوي.
اسلاماباد ته تر سفر مخکې زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان مشرانو سره هم کتنې درلودې.
ټاکل شوې ده چې خلیلزاد به په راتلونکو څو ورځو کې په قطر کې له طالبانو سره د خبرو شپږم پړا پیل کړي.