امریکا ۵ هېوادونو ته د «اېف ۳۵» ډوله جټ الوتکو په پلورولو غور کوي

آرشیف، «اېف ۳۵» ډوله جټ الوتکه د امریکا په یوه هوايي میدان کې. ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶/ عکس از AFP

د امریکا متحده ایالات پینځو نورو هېوادونو ته د «اېف ۳۵» ډوله جټ الوتکو په پلورولو غور کوي.

د رویترز خبري اژانس وايي، په‌دې هېوادونو کې رومانیا، پولنډ او یونان هم شامل دي.

بلجیم لومړنۍ هېواد و چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې يې د ۴ عشاریه ۵۵ میلیاردو ډالرو په قیمت د «اېف ۳۵» جېټ الوتکو د پیرولو موافقه وکړه.

د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو بریتانيې،اسټرالیا، هالنډ، اسرائیل،جاپان، جنوبي کوریا او ترکیه هغه هېوادونه دي چې د «اېف ۳۵» الوتکو د پیرولو لپاره يې خپلې غوښتنې وړاندې کړي.

امریکا ترکیه ته د دې لپاره چې دې هېواد له روسيې نه «اېس ۴۰۰» دافع هوا سیسټم پیرلی دی، د «اېف ۳۵» جېټ الوتکو د پلورولو معامله ځنډولې ده.