پوتین: د سوریې او روسیې ځواکونو د یوه اسرائیلي سرتيري مړی موندلی

د اسرائیلي پوځ د بریدګي زاخاري باومیل مړی اسرائیلي چارواکو ته سپارل شوی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د سوریې او روسیې پوځي ځواکونو د هغه اسرائیلي سرتيري مړی موندلی چې په ۱۹۸۲ میلادي کال کې د لبنان په جګړه کې لادرکه شوی و.

ښاغلي پوتین دا اعلان پرون پنجشنبې په مسکو کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د کتنې پر مهال وکړ ویې ویل، د اسرائیلي پوځ د بریدګي زاخاري باومیل Zachary Baumel مړی اسرائیلي چارواکو ته سپارل شوی دی.

باومیل د ټانک ډریور و او نوم یې له دوو نورو اسرائیلي سرتېرو سره چې هغو هم د لبنان د اشغال لپاره د اسرائیلي پوځ په لیکو کې جګړه کوله د ورکو سرتېرو په لېست کې لیکل شوی و.

باومیل چې په امریکا کې زیږېدلی و، په ۱۹۷۰ میلادي کال کې له مور- پلار سره یوځای اسرائیلو ته کډه شو او په ۱۹۸۲ میلادي کال کې د سوریې سرحد ته نژدې د لبنان په سلطان یعقوب کلي کې د جګړې پر مهال لادرکه شو.

په‌دې جګړه کې د اسرائیلو شل سرتېري هم ووژل شول.

نتانیاهو په خپلو څرګندونو کې چې د کرملین ویب‌پاڼې یې ژباړه یې خپره کړې د روسيې د پوځ مننه کړې او ویلي یې دي چې روسي سرتېرو د اسرائیل قلمرو ته د باومیل د مړي د رسولو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ.