جلال‌اباد کې د باچاخان د مزار د رغونې چارې پیل شوې

ارشیف، د باچا خان انځور

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د باچاخان د مزار د رغونې چارې پرون پیل شوې.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وايي، د عدم تشدد د فلسفې د مخکښ مبارز خان عبدالغفار خان مزار به د ولسمشر اشرف غني له حکم سره سم د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې ورغول شي چې پر اصلي ودانۍ سربېره به څلور ګنبدې، ۴۱ متره منار، پارکېنګ او نور ملحقات ولري.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د رغونې د چارو د پرانېستو په مراسمو کې د وینا پر مهال د باچاخان د مزار رغونه د لرو، برو پښتنو د یووالي او د سولې او پخلاینې لپاره مهم زیری وباله.

په بیان کې د بنايي ساختماني شرکت د مشر له قوله ویل شوي چې د باچاخان د مزار رغونه به په ټاکلي وخت بشپړه شي.