د افغانستان د امنیتي، اقتصادي او پرمختايي وضعیت په اړه د سیګار تازه راپور ښيې چې په افغانستان کې اوس هم تر نورو هېوادونو ډېر کوکنار کرل کېږي او سږکال بیا د افغانستان په ډېری ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي.
د افغانستان د بیارغاونې د څار امریکايي بنسټ يا د سیګار مشر جان سوپکو د ستراتيژیکو او نړیوالو څېړنو په مرکز کې وویل، په افغانستان کې شپږ لکه افغانان د نشهيي موادو په کاروبار بوخت دي.
ښاغلی سوپکو وايي، که له طالبانو سره سوله وشي، بیا به هم د نشهيي موادو ستونزه تر ډېره وخته پورې پاتې وي:
"له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ډېرې څرګندونې شوي، خو مهمه خبره دا ده چې باید د دې کار نتیجه وکتل شي. موږ له همدې امله غواړو چې په اقتصاد او ښځو پورې تړلو مسائلو ترڅنګ د نشهيي موادو ستونزه هم را پورته کړو. باید دغه ډول امنیتي مسائلو ته هم پام وشي، که دا دوه مسائل له پامه وغورځول شي، ټولې لاسته راوړنې به مو له لاسه ووځي."
د سیګار په راپور کې له افغان امنيتي ځواکونو سره پر دوامدره مالي ملاتړ ټینګار شوی دی.
د جان سوپکو په خبره که له طالبانو سره سوله هم وشي، افغان ځواکونه باید له ترهګرو او غیر مسؤلو وسلهوالو ډلو سره د مبارزې ترڅنګ، له نشهيي موادو سره هم مبارزه وکړي.
څه موده مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر له ازادي راډیو سره په خپله وروستۍ مرکه کې له نشهيي موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې په برخو کې د نړیوالو مرستو د کموالي خبر ورکړی و، دا دی اوس د سیګار څېړنې ښيې چې افغانستان په روان میلادي کال کې له نشهيي موادو سره د مبارزې او نورو برخو لپاره پنځو میلیارډو ډالرو ته اړتیا لري.
د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال او امنیتي چارو متخصص مېرزا محمد یارمند د افغان دولت له نشهيي موادو سره د مبارزې اداري تشکیلات کافي نه بولي او نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه کوي.
دی وايي:
"باید په افغانستان کې له نشهيي موادو سره د مبارزې ادارې غښتلې شي. کله چې د نشهيي موادو خنډونه او ستونزې څېړل کېږي، باید په هماغه اندازه بودجه هم ورته برابره شي. تر اوسه پورې دې مسائلو ته اساسي پام نهدی شوی او ټول کارونه په پروژهيي او مؤقتي بڼه روان دي. څرنګه چې د افغانستان نشهيي موادو ځینو هېوادونو ته زیان اړولی، نو باید ټول هېوادونه په ګډه له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي."
سیګار پهداسې حال کې په افغانستان کې د نشهيي موادو د کښت او تولید د دوام خبره کوي چې بهرنیو ځواکونو له درېیو میاشتو راهیسې د نشهيي موادو د تولید پر کارخانو هوايي بریدونه درولي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
ښاغلی یارمند له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغان او بهرنیو ځواکو د ګډې مبارزې ترڅنګ له افغان دولته غواړي چې د بدیلو کښتونو هڅه وکړي او بزګر دې وهڅوي چې تر دې وروسته کوکنار و نهکري.
راپور: مرسلین ارسلا
د دې راپور غږیزه بڼه هم د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5