زلمي خلیل‌زاد نن پاکستان ته خپل سفر وځنډاوه

ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد نن پاکستان ته خپل سفر وځنډاوه.

په اسلام‌اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت چارواکو د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي چې زلمي خلیل‌زاد په افغانستان کې د خپلو بوختیاوو له کبله دا سفر ځنډولی دی. د دوی په وینا ښايي نوموړی د اپرېل په پنځمه نېټه د جعې په ورځ اسلام‌اباد ته لاړ شي.

مخکې پاکستاني چارواکو مشال راډيو ته ويلي وو چې د خلیل‌زاد دا سفر به د دوو ورځو لپاره وي چې په ترڅ کې به‌یې دی په بهرنیو چارو وزارت کې غونډې ولري او ښايي له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره هم وويني.