د اسټرالیا پارلمان یو قانون تصویب کړ چې له مخې يې که له ټولنیزو رسنيو تاوتریخوالی خپور شي، د دغو رسنيو مسؤلین به بندیان او جریمه کړي.
په همدې حال کې چې د نیوزیلنډ ستره محکمه به د کرایستچرچ د بریدونو عامل په خپله محاکمه کړي.
۲۸ کلن برینټن تارنت تورن دی چې د مارچ په ۱۵مهیې ۵۰ کسان وژلي، ۵۰ یې ژوبل کړي او د نهو نورو وژلو نیتيې درلود.
تورن لومړی وار تر برید یوه ورځ وروسته محاکمه شو او سبا به یو ځل بیا محکمې ته وړاندې شي.
د کرایستچرچ د برید د یوه وژل شوي افغان داوود نبي زوی یما نبي به هم محکمې ته ورشي.
یما نبي چې په نیوزیلنډ کې د یوه وژل شوي افغان زوی دی وايي:
"زه غواړم هغه مخامخ ووینم چې څه وايي. زه به چوپ کېنم او غوږ به ورته ونیسم. خو دا به ډېر اسانه کار نهوي."
د کرایستچرچ پر جوماتونو برید کوونکي د خپلو ډزو صحنې په فېسبوک باندې په ژوندۍ بڼه خپرولې.
د اسټرالیا پارلمان نن له همدغه کاره په عبرت پهدغه هېواد کې پر ټولنیزو رسنیو د هر ډول تاوتریخوالي پر خپرولو بندیز ولګاوه.
د سرغړونکو ټولنیزو شبکو مدیران به بندیانېږي او یا به تر شپږو لکو ډالرو جریمه کېږي.