خلیل‌زاد له یاماموتو د سیمې هېوادونو له ځینو سفیرانو سره ولیدل

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له یو شمېر سفیرانو او ستازو سره، ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۰۲.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانکړي استازي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازي او د سیمې د هېوادونو له سفیرانو سره د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي تداميچي یاماموتو، د سیمې د سفیرانو او د افغانستان د بهرنیو چارو مرستيال وزیر ادریس زمان په حضور کې د سولې د هڅو د ملاتړ پر موضوع خبرې وکړې.

یوناما يا په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې پر ټويټر د دې لیدنې په اړه معلومات خپاره کړي دي.

بل لور ته ښاغلي خليل‌زاد د ناټو له ملکي استازي نېکلاس کې سره په کابل کې وکتل.

ښاغلي خليل‌زاد پر ټويټر په يوه پیغام کې په‌دې غونډه کې د سولې له بهیره د ملاتړ په خاطر له نېکلاس کې څخه مننه کړې ده.

ده لیکلي چې ناټو هېوادونه ټول یوځای افغانستان ته راغلي وو او په‌دې هېواد کې د ناټو د راتلونکي حضور په اړه به یوځایي پرېکړه کوي.

ښاغلي خليل‌زاد د ناټو متحدانو پر ملاتړ ټينګار وکړ.