د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس جرمني او ترکیې ته له روسیې سره د معاملو په وړاندې خبرداری ورکړ، انقرهیې بېپروا وبلله او برلین تهیې خبرداری ورکړ چې د دې خطر شته چې د مسکو برمته شي.
پنس دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې داسې مهال وکړې چې ناټو چې ترکیه او جرمني دواړهیې مهم غړي دي، د خپل تأسیس ۷۰مه کلیزه لمانځي.
د امریکا مرستیال ولسمشر د ترکیې لهخوا له روسیې څخه د «اس-۴۰۰» هوایي مدافع ضد توغندیو د پېرلو پر وړاندې د امریکا مخالفت په ډاګه کړ او ویېویل چې انقره باید پرېکړه وکړي چې د ناټو د یوې مهمې شریکې په توګه پاتې کېږي یا په دغې معاملې سره دغه پوځي تړون له خطر سره مخامخ کوي.
د هغه په وینا دغه معامله ناټو له ستر خطر سره مخامخ کوي.
ترکیه باید پرېکړه وکړي چې د یوې مهمې غړې په توګه پهدې تړون کې پاتې کېږي او که پهدغې بېپروا پرېکړې سره چې زموږ تړون زیانمنوي، په ناټو کې خپل شراکت له خطر سره مخامخ کوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر په عین حال کې جرمني ته په خطاب کې وویل چې که له مسکو سره د «نورډ سټریم ۲» پروژه عملي کړي، د دې خطر شته چې د روسیې برمته شي.
پنس زیاته کړه، هغسې چې ولسمشر ټرمپ ویلي که جرمني دغه پایپلاین وغځوي، ښایي روسیهیې اقتصاد بشپړ برمته کړي.