نن ولسمشر غني د کرنې د ترویج په کنفرانس کې ګډون کوي

په کابل کې د کرنې د ترویج کنفرانس

ټاکل شوې نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۵»​ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرنې د ترویج په پنځم ملي کنفرانس کې ونډه واخلي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې دغه کنفرانس به نن د لوړپوړو دولتي چارواکو او د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د ۳ زره بزګرانو او مالدارانو په برخې اخیستنې سره د لویې جرګې په خیمه کې جوړ شي.

د د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا ناسته دوه ورځې دوام کوي او د افغانستان د کرنیز سکټور د پراختیا او په‌دې برخه کې ګڼو ستونزو ته د حل‌لارو د پیدا کولو په اړه په‌کې بحثونه کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده چې اوس‌مهال د افغانستان به بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیزو چارو په برخه کې ستونزې شته، خو له ستونزو سره سره بیا هم په‌دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.