اوکراین وایي، د دغه هېواد په ختیځ کې له روسي پلوه بېلتون غوښتونکو سره د جګړې پر مهال دوه اوکرایني پوځیان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
د اوکراین دفاع وزارت پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» وویل چې بېلتون غوښتونکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ماشیندارو، هاوانونو، توغندیو او توپچي ډزې کړې دي او ۱۴ ځلهیې له اوربنده سرغړونه کړې ده.
د دې وزارت په وینا، حکومتي ځواکونو د نښتو پر مهال درې بېلتون غوښتونکي وژلي او اته تنه نور یې ټپیان کړي دي.
بېلتون غوښتونکو بیا د ډونېڅک په سیمه کې د اوکراین پوځیان ۱۲ ځله د اوربند په ماتولو تورن کړي دي.