د ترکیې د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د استانبول لپاره د اپوزېسیون ګوند نوماند د خپل بریالیتوب د اعلانېدو غوښتنه وکړه.
ده له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه هم هیله وکړه چې د ګډوډیو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
د ترکیې په ستر ښار استانبول کې د ټولو رأیو تر ګڼلو وروسته د ترکیې د خلکو د جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماند اکرم امام اوغلي ۴۸،۷۹ فیصده رأیې ګټلې دي.
اکرم امام اوغلي په استانبول کې خبري غونډې ته وویل، موږ عدالت غواړو او استانبول ښار نور د یوې دقیقې د ضایع کېدو وخت نهلري.
د ترکیې د انتخاباتو کمېسیون امر کړی دی چې د استانبول په اتو سیمو کې دې له سره رأیې وګڼل شي.
د اردوغان اسلامي ګوند د مارچ د ۳۱مې نېټې په انتخاباتو کې په پلازمېنه انقره او یو شمېر نورو مهمو ښارونو کې ماتې خوړلې ده.