د ناټو عمومي منشي وایي، د ناټو تړون د یوې پیاوړې روسیې له ګواښونو سره مخامخ ده.
ینس سټولټنبرګ پرون په واشنګټن کې کانګرس ته وویل چې ناټو له روسیې سره د ښو اړیکو تمه لري.
ښاغلی سټولټنبرګ وايي:
"موږ نهغواړو چې روسیه منزوي کړو، موږ هڅه کوو چې له روسیې سره اغېزمن روابط ولرو."
سټولټنبرګ پر روسیې غږ وکړ چې د وسلو د کنټرول په برخه کې دې د سړې جګړې د وخت تړونونو ته وروګرځي.
دا لومړی ځل دی چې د ناټو تړون یو عمومي منشي د امریکا کانګرس ته وینا کوي.