د روسیې په سن پټرزبورګ ښار کې په یوه پوځي اکاډمي کې د وروستۍ چاودنې په اړه څېړنې کېږي.
په چاودنه کې پرون، د مارچ دوهمه څلور تنه ووژل شول.
په روسیه کې د تحقیقاتو ځانګړې کمېټې پرون وویل چې چاودنه کومې خطرناکې ډلې کړې او هدفیې د دوو یا ډېرو کسانو قتل و.
د روسيې دولتي خبري اژانس، انټرفکس د چارواکو په حواله ویلي چې پهدې پېښه کې ښايي کوم محصل یا د اکاډمي ښوونکی لاس لري.