فعالانو د پوتین د قبر ډبرې ته ورته پوسټر د یوې کلیسا مخې ته ځړولی

د پوتین د قبر ډبرې ته ورته جوړه شوې لوحه یا پوسټر د سن پټرزبورګ ښار د لویې کلیسا مخې ته ځوړند شوی دی.

د روسیې یو شمېر فعالانو بیا د پوتین د قبر ډبرې ته ورته جوړه شوې لوحه یا پوسټر د سن پټرزبورګ ښار د لویې کلیسا مخې ته ځوړند کړی دی.

دا په وروستۍ یوه میاشت کې درېیم وار دی چې د سن ایساک کلیسا ته مخامخ داسې لوحه لګېدلې ده.

پوسټر په تور رنګ چاپ شوی دی.

پر پوسټر لیکل شوي:

"هغه د روسیې له خلکو سره خیانت کړی و."

د روسي فعالانو ګروپ اګیت پر ټویټر لیکلي چې دا لوحه‌یې په لاس جوړه کړې ده.