خلیل‌زاد سره جهادي او سیاسي څېرو د سولې په اړه خپلې اندېښنې مطرح کړې

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد په ارګ کې له ولسمشر غني او یو شمېر سیاسي او جهادي څېرو سره، ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۴.

زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د سولې پروسې په هکله د خبرو په دوام یو ځل بیا د ملي یووالي د حکومت له مشرانو او یو شمېر مطرح سیاسي او جهادي څېرو سره کتلي دي.

ارګ ماڼۍ ازادي راډیو ته وویل چې دا لیدنه د چهارشنبې ورځې «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» له غرمې مخکې ترسره شوه.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیالې دُرانۍ وزیري ازادي راډیو ته وویل چې د غونډې ګډون‌والو د سولې په اړه خپلې ټولې اندېښنې مطرح کړې.

ارشیف، د جمهور رئیس د ویاند مرستیاله دُرانۍ وزیري

نوموړې زیاته کړه:

"په‌دې کتنه کې چې په‌کې د هېواد یو شمېر سیاسي او جهادي څېرو هم حضور درلود د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه بحث او خبرې وشوې. جهادي او سیاسي څېرو د سولې په اړه خپل لیدلوری او اندېښنې مطرح کړې."

ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف په‌دې غونډه کې برخه درلوده.

دغه‌راز د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي، د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح‌الدین رباني، د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزي هم په‌دې غونډه کې ګډون درلود.

دا دوهم ځل دی چې زلمی خلیل‌زاد کابل ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره ګوري، ښاغلی خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» کندهار ته هم تللی وو.

خو هغه څه چې دا ځل ډېر مهم بلل کېږي د افغان حکومت له مشرانو او د افغانستان له مهمو سیاسي څېرو سره د ښاغلي خلیل‌زاد ګډه لیدنه او خبرې دي.

یو شمېر سیاسي څېړونکي هم دا لیده کاته ډېر مهم بولي.

له دې ډلې د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد ودیر ساپي ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی خلیل‌زاد هڅه کوي چې د سولې په هکله د نظر اختلاف له‌منځه ویسي.

ارشیف، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد ودیر ساپی، ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې

دی وايي:

"حتماً د نظر اختلاف شته چې په انفرادي لیده کاته کې له ښاغلي خلیل‌زاد سره مطرح شوی، اوس هڅه کېږي چې دا اختلافات د دغو څېرو ترمنځ په اجماع بدل شي، څو دایمي سولې ته د رسېدو په برخه کې ورڅخه ګټه واخیستل شي."

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو، مهمو سیاسي څېرو او زلمي خلیل‌زاد ترمنځ خبرې اترې به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د قطر پایتخت دوحه به په روانه میلادي میاشت کې د افغانستان د سولې په اړه د څو غونډو کوربه وي.

له دې جملې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو شپږم پړاو او د لسګونه افغان سیاسي څېرو او طالبانو دوهمه غونډه یادولای شو.

راپور: نسیم شفق