د ایران د سینما نامتو هنرمند جمشید مشایخي ومړ

ارشیف، د ایران د سینما نامتو هنرمند، جمشید مشایخي په یوه خبري غونډه کې، د ۲۰۱۴ کال د فبروري ۱۰.

د ایران د سینما نامتو هنرمند، جمشید مشایخي مړ شو.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس، اېسنا پرون د اپرېل دوهمه وویل چې مشایخي له ډېرې مودې راهیسې ناروغ و او د تهران په یوه روغتون کې یې ساه ورکړې ده.

مشایخي په ایران کې تر ۱۰۰ په زیاتو فلمونو او همدومره ټلوېزیوني ډرامو کې کار کړی و.