د پاکستان کرکټ بورډ، پاکستانی کرکټر عمر اکمل جریمه کړی

ارشیف، پاکستانی کرکټ عمر اکمل کله چې له نیوزیلانډ لوبډلې سره لوبېده

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، عمر اکمل‌یې د دې لپاره جریمه کړی دی چې یوه شپه په دُبۍ کې له خپل هوټله دباندې په چکر وتلی و.

دغه ۲۸ کلن لوبغاړی د پاکستان مډل ارډر بېټس‌مېن دی چې له شااوخوا دوه کلن ځنډ وروسته یو وارې بیا د پاکستان په ملي ټیم کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړی.

د پاکستان کرکټ بورډ له هغه وروسته دغه لوبغاړی جریمه کړ چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه یوه وېډیو خپره شوه.

په وېډیو کې هغه د نڅا او سندرو په یو محفل کې لیدل کېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، د جریمې له مخې به عمر اکمل د خپلو لوبو ۲۰ فیصده فیس جرمانه ورکوي.