خلیل‌زاد فعالانو او د خلکو د استازو سره د خبرو لړۍ ته دوام ورکړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیل‌زاد په کندهار کې له یو شمېر مشرانو سره

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د مدني ټولنې د غړو، د بشري حقونو فعالانو او د خلکو د استازو سره د خبرو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

خلیل‌زاد نن د اپرېل په درېیمه، په بامیان کې د خلکو سره د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کوي او د سولې پر بهیر د هغوی نظر اخلي.

هغه پرون په کندهار کې و.

خلیل‌زاد پر ټویټر ولیکل چې د کندهار د مدني ټولنې له مشرانو سره‌یې وکتل:

"له ډېر وخت راهیسې د سولې نارې وهي او پوهېږي چې بالاخره د سولې ټینګولو وخت رارسېدلی دی."

خلیل‌زاد به تر دې وروسته د طالبانو له سیاسي استازو سره د خبرو لپاره قطر ته ځي.