په واشنګټن کې د ناټو تړون د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه پیلېږي

ارشیف، په بروکسل کې د ناټو د نوې ودانۍ ترمخ د ناټو تړون د هېوادونو بیرغونه. د ۲۰۱۹ کال د جون ۰۶.

د ناټو تړون د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه چې بحثونه‌یې پر افغانستان هم راڅرخي نن په واشنګټن کې پیلېږي.

تمه کېږي چې د دې تړون لوړپوړي ډیپلوماتان او چارواکي به په‌دې غونډه کې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزې او د افغانستان د کړکېچ د سیاسي هواري لپاره په روانو هڅو خبرې وکړي.

دا غونډه چې د شمالي اتلانتیک تړون «ناټو» د ۷۰مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یې کوربه‌توب کوي.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو دې غونډه کې به د روسیې، ترکیې او اوکراین په اړه هم بحثونه وشي.

د سې شنبې «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» په ماښام د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیدنه کې وویل چې دا پوځي تړون په افغانستان کې د امریکا د روانو هڅو ملاتړ کوي.

دا مهال په افغانستان کې د ۱۶ زرو په شااوخوا کې بهرني سرتېري مېشت دي چې تر ۱۳ زرو زیات‌یې امریکایان دي.