خلیل‌زاد له افغان حکومت سره وروستۍ ترینګلتیا کم اهمیته بللې

ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیل‌زاد کابل کې د امریکا په سفارت کې د خبرو په مهال

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیل‌زاد چې له طالبانو سره د سولې هڅې کوي، له افغان حکومت سره په اړیکو کې وروستۍ ترینګلتیا کم اهمیته بللې ده.

خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې هیله ښودلې ده چې ۲۰۱۹ میلادي کال به په افغانستان کې د سولې کال وي.

افغان حکومت شکایت کړی دی چې د خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ د خبرو له بهیره بهر پاتی دی.

طالبان چې افغان حکومت د امریکا لاس‌پوڅی بولي، تراوسه ورسره له خبرو انکار کړی دی.

د افغان حکومت او خلیل‌زاد ترمنځ وروسته له هغې اختلافات څرګند شول چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سولې په مسئله کې پر خلیل‌زاد انتقادونه وکړل، خو زلمی خلیل‌زاد وايي چې له افغان حکومت سره يې اړیکه ښه ده او له افغان حکومت سره به له طالبانو سره د خپلو خبرو اترو د جزئیاتو شریکولو ته دوام ورکړي.