د اوکراین پخوانۍ صدراعظمه ادعا کوي چې د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې درغلي شوې ده، خو یولیا تیموشنکو وايي، هغه به د دې پروسې پایلې چیلنج نهکړي.
د اوکراین د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې تيموشنکو درېیم ځای ګټلی او له دوهم دور ټاکنو پاتې شوې ده.
نوموړې نن په کیف کې خبریالانو ته وویل، په انتخاباتو کې درغلي شوې، خو دا بهيې د پایلو په اړه محکمې ته مخه نهکړي.
د مارچ د ۳۱مې په انتخاباتو کومېډین او سیاستوال ولودیمر زلنسکي د ۳۰ عشاریه ۲۶ رأیو په لرلو سره په اول او اوسنۍ ولسمشر پترو پروشنکو د ۱۵ عشاریه ۹۲ رأیو په ترلاسه کولو سره په دوهم مقام کې دي.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ د دې انتخاباتو دوهم پړاو د روانې اپریل میاشت په ۲۱ مه نېټه وشي.
پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیموشنکو ۱۳ عشاریه ۳۸ رأيې ګټلي دي.
نړیوالو څارونکوویلي دي چې د اوکراین د ولسمشرۍ انتخابات ښه مدیریت شوي وو.