کابل کې د اشي کراټې د روزونکو لپاره د روزنې دوهمه دوره پیلېږي

ارشیف، د اشي کراټې لوبه

د افغانستان د اشي کراټې فدراسیون وايي چې په څو ورځو کې به په کابل کې د دغه لوبې د روزونکو لپاره د روزنې دوهمه دوره پیل شي.

د دې فدراسیون رئیس غلام جیلاني غروب نن ازادي راډيو ته وویل چې د روزنې په دوره کې به د ولایتونو او کابل نږدې ۷۰ روزونکي برخه واخلي.

ښاغلي غروب وویل چې د دې روزنې لومړۍ دوه کاله وړاندې ترسره شوې وه.