مایکل بارنر: ښايي بریتانیا راتلونکې اوونۍ له اروپايي اتحاديې ووځي

د «برګزېټ» د پروسې لپاره د اروپايي ټولنې مرکچي مایکل بارنر، په بروکسل کې د خبرو پر مهال

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو یا «برګزېټ» د پروسې لپاره د دې ټولنې مرکچي مایکل بارنر وايي، احتمال لري چې بریتانیا راتلونکې اوونۍ د وتلو له یوې موافقې پرته له اروپايي اتحاديې څخه ووځي.

نوموړي نن په بروکسل کې وویل، ورځ تر بلې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو معامله سختېږي.

د اروپايي ټولنې مرکچي دا خبرې وروسته تر هغې وکړې چې د بریتانيا پارلمان د صدراعظمې ترزا مې له‌خوا له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو د موافقې بدیل پېشنهادونه رد کړل.

د مایکل بارنر په وینا اوس چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا وتلو ته ۱۰ ورځې پاتي، لندن دوه انتخابه په مخکې لري؛

  • لومړی دا چې پرته له کومې موافقې باید ووځي.
  • او یا دې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره نور وخت پېشنهاد کړي.