چارواکي: د نیمروز په خاشرود کې ۳ سرتېري او ۳۴ طالبان وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې نیمروز

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل نن ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تېره شپه د ملي اردو پر یوې اډې برید وکړ چې له امله‌يې درې سرتېري وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

د ښاغلي منګل په وینا، د ملي اردو په ځوابي برید کې ۳۴ طالب وسله‌وال ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه پورې د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ د جګړې په اړه څه نه‌دي ویلي.