د تاجکستان مشهوره ممثله مشرفه قاسموا د سل کلنۍ په عمر وفات شوه

د تاجکستان مشهوره ممثله مشرفه قاسموا

د تاجکستان مشهوره ممثله مشرفه قاسموا چې د تاجک تیاتر مور بلل کېده، د سلو کلونو په عمر تېره شپه وفات شوه.

د قاسموا لمسۍ ژورنالېستې شمسیه قاسم نن ازادي راډیو ته د خپلې نیا د مړینې خبر تأیید کړ.

د تاجکستان د فرهنګ وزیر د قاسموا مړینه د تاجک کلتور او خلکو لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

مشرفه قاسموا په ۱۹۱۸ میلادي کال کې په ثمرقند کې زېږېدلې وه او په ۱۹۳۷ کال کې يې د تیاتر د ممثلې په توګه کار پیل کړی و.

قاسموا چې د جنازې مراسم‌يې نن ترسره کېږي، په مشهورو تیاترونو او یو شمېر فلمونو کې یې تمثیل کړی و.