د کونړ په چپه دره کې افغان امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي

ارشیف، په کونړ کې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال، د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۶مه.

د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو د دولت ضد وسله‌والو خلاف عملیات پیل کړي دي.

د کونړ امنيه قوماندان میرویس صافي نن ازادي راډیو ته وویل، په‌دې عملیاتو کې طالبانو او داعشیانو ته درنه مرګ‌ژوبله رسېدلې ده.

ښاغلي صافي وویل:

"د دښمن ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي. د توپچي او هوايي ځواکونو په ضرباتو سره مو په چپه دره کې ۶ کلي تصفیه کړي. دوه داعشیان مو له یوه میل کلاشنیکوف سره ژوندي نیولي دي."

افغان ځواکونو وروسته تر هغې د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل چې په‌دغې سیمه کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د وروستیو جګړو له امله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.