د امریکا دفاع وزارت وايي، د ترکیې د هغه اقدام په ځواب کې چې غواړي له روسیې څخه د (S-400) توغنديو د پېرودلو پلان عملي کړي، دې هېواد ته د (F-35) جنګي جټ الوتکو ورکول ځنډوي.
د پنټاګون یوه ویاند پرون د اپرېل په لومړۍ نېټه وویل، که څه هم د دې مهمې مسئلې په اړه له انقرې سره خبرې روانې دي، خو اوسمهال ترکیې ته د (F-35) الوتکو ورکول ځنډول شوي دي.
واشنګټن له څو میاشتو را په دې خوا په پرلهپسې ډول ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې له روسیې څخه د (S-400) دافع هوا توغندیو پېرودل د دې الوتکو معامله زیانمنوي، خو انقرې ویلي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د جمعې په ورځ وویل چې هېواد یې د روسي توغنديو د پېرودلو معاملې ته ژمن دی او اوسمهال د هغو د سپارلو د نېټې په اړه خبرې روانې دي.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې ترکیه غواړي چې د دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت د (S-400) توغندیو څلور یونټونه رانیسي.