په نيپال کې د طوفان په نتيجه کې ۲۸ کسان وژل شوي

د نیپال یو انځور

په نيپال کې د طوفان په نتيجه کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۶۱۲ نو ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې، د نیپال په جنوب کې له څو ورځو راهیسې طوفانونو ونې او د برق ستنې له بېخه ايستلي چې له کبله‌يې خلکو ته زیان اوښتی دی.

د ژغورنې عمله سيمې ته رسېدلې او خلکو ته د مرستې رسولو عملیات دوام لري.

د نيپال د پوځ ژغورونکي ټيمونه د دې هېواد له پولیسو سره یوځای له پلازمېنې کتمندو لسګونه کېلو متره لیرې په طوفان ځپلې باره سیمه کې د ژغورنې عملیات پر مخ وړي.

بې‌ځایه شویو او زیانمنو شويو ته خوراکي توکي او روغتيايي خدمات رسول شوي.

په نیپال کې موسمي اورښتونه عادي وي، خو داسې لږ لیدل شوي چې سخت بارانونه وشي او په‌کې خلکو ته مرګ ژوبله واوړي.