د افغانستان بانک د "حبیب بانک" په نوم د یوه پاکستاني بانک فعالیت بند کړی دی.
د دغه بانک ویاند ایمل هاشور نن ازادي راډیو ته وویل چې حبیب بانک د افغانستان د بانکي سیستم اصول په پام کې نهنیول او پهدغه هېواد کې یې پانګونه نهکوله.
په افغانیو باندې د معاملاتو نهمخته وړل هم د حبیب بانک د جواز د لغوه کېدو یو بل دلیل یاد شوی دی.
حبیب بانک پهدې اړه کومه تبصره نهده کړې.