فېسبوک ټولنیزې شبکې اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې «ای. اېس. پي. ار» سره تړلې ۱۰۳ پاڼې، ګروپونه او اکونټونهیې لیرې کړي.
د فېسبوک د سایبري امنیت د برخې مسؤل نتانیل ګلایچر نن په یوه بیان کې ویلي چې په پاکستان کې دغو فېسبوکونو د نهاعتماد وړ چارې مخته وړلې.
ګلایچر زیاته کړې، که څه هم د دوه میلیونه او اته لکه خلکو درلودونکو دغو پاڼو، اکونټونو او شبکو خپل هویت پټ کړی و، خو دوی پرې پوه شول چې د «ای. اېس. پي. ار» یا د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو لپارهیې کار کاوه.
«ای. اېس. پي. ار» سمدستي غبرګون نهدی ښودلی.
په یوه ورته اقدام کې فېسبوک د هند د ملي کانګرس د ګوند ۶۸۷ پاڼې لیرې کړي.
فېسبوک د هند تر انتخاباتو څو ورځې مخکې د خپل دغه اقدام په اړه ویلي چې دغو پاڼو هم د نهاعتماد وړ چارې تنظیمولې.